په قطر کې د افغانستان سفیر د فرانسې له شارژدافیر سره لیدلي.
په قطر کې د افغانستان سفارت وايي، چې ددې هېواد لپاره د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر جین میرین شو سره وکتل.
دوي زياته کړې، چې دې کتنه کې په روان سیاسي وضعیت، د افغانستان او فرانسې ترمنځ د خپلمنځي اړیکو او بشري مرستو سربېره د افغانستان لرغونو اثارو په برخه کې د فرانسې د مرستو په دوام او پراختیا خبرې اترې ترسره شوې.
همدارنګه دې کتنه کې ښاغلي شاهین د فرانسې له شارژدافیر څخه غوښتنه کړې، چې کابل کې خپله سیاسي استازولي بېرته فعاله کړي.