slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو پوځي نښتو په اړه معلومات لري او د هڅو په حال کې دی، څو د یادو کړکېچونو د ختمېدو او د سیمې ثبات لپاره لاره ومومي.

ټرمپ د خبریالانو یوې غونډې ته وویل، چې د خپلې ولسمشرۍ په موده کې یې د نړۍ ګڼې شخړې راکمې کړې دي او اوس غواړي د سیمې  تازه ترینګلتیا هم پای ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړه:
“موږ له ډېرو جګړو د وتلو هڅه کړې ده او اوس غواړم د دې سیمې تاوتریخوالی هم مهار کړم، ځکه جګړه هېڅکله د حل لاره نه ده.”

د امریکا ولسمشر د منځني ختیځ وضعیت ته هم اشاره وکړه او د قطر د امیر منځګړی رول یې د ستاینې وړ وباله.

دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د وروستیو ورځو په ترڅ کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې راپورونه ورکړل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې یادې نښتې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې رامنځته شوې دي او ټینګار یې کړی چې افغانستان د خپلې خاورې د دفاع حق لري.

شنونکي باور لري، چې د سیمه‌ییزو کړکېچونو د زیاتېدو مخنیوی د سیاسي خبرو، ډیپلوماټیکو هڅو او متوازن منځګړیتوب له لارې ممکن دی، او نړیوال ځواکونه باید د سیمې د سولې او ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.