غزه؛ د ولږې له امله د مړو شمېر ۱۶۰ تنو ته ورسېد او د مرستو په تمه تازه ۷۱ نور ملکیان هم شهیدان شوي دي.
د غزې تړانګې خلک له یوې خوا د شدیدې لوږې، پراخې قحطۍ او بشري ناورین سره مخ دي، او له بلې خوا، اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو ورځو کې په ځلونو د مرستو اخیستونکو ملکي وګړو پرضد خونړي بریدونه کړي، چې د فلسطینیانو د قربانیو لړۍ یې نوره هم اوږده کړې ده.
د الجزیرې د راپورونو له مخې، یوازې په تېرو دوو ورځو کې، لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان شهیدان شوي، چې له دې ډلې ۵۱ تنه د غزې په شمال کې او ۲۰ نور د خان یونس په سویل کې هغه مهال په نښه شول، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.
نن سهار هم، د خان یونس د مورګ دهلېز ته نږدې، اسرائیلي ځواکونو پر فلسطینیانو برید وکړ، چې پکې لږ تر لږه ۱۰ تنه شهیدان او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
له بلې خوا، د غزې روغتیا وزارت تایید کړې چې د خوراکي موادو د نشتوالي له امله د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۰ کسان د لوږې او خوارځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې، د لوږې له کبله ۷ کسان، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي دي.
د امریکا او اسرائیلو له ملاتړ سره، د مرستو د وېش مرکزونه، چې باید د انسانانو ژغورنې لپاره وي، په قصدي توګه په نښه کېږي. تر دې دمه د راپورونو له مخې، له زرو زیات مرستو ته په تمه فلسطینیان د اسرائیلي بریدونو قرباني شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې تر اوسه پورې ۶۰,۲۴۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۴۷,۰۸۹ نور ټپیان شوي دي.
په داسې حال کې چې نړیوال بشري سازمانونه په غزه کې د سخت بشري بحران خبرداری ورکوي، یرغلګر پوځ لا هم خپلې حملې نه دي درولي، او د خوراکي مرستو د مخنیوي ترڅنګ پر هغو کسانو هم بریدونه کوي چې یوازې د بقاء لپاره تمه لري.