slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ګڼ شمېر قاچاقي توکو د انتقال مخه نیولې ده.

د چارواکو په وینا، قاچاقوونکو هڅه کوله چې دغه توکي له ګمرکي محصول پرته په غیرقانوني ډول هېواد ته راوړي.

په نیول شوو توکو کې:

  • ۲۷,۹۷۶ کیلو ګرامه چاکلېټ

  • ۷,۱۸۴ کیلو ګرامه انساني طبي درمل

  • ۲,۵۵۲ کیلو ګرامه کرنیز درمل

  • ۳,۱۱۹ کیلو ګرامه مالګه

  • ۷۳۶ کیلو ګرامه پنیر

  • ۲,۱۰۰ کیلو ګرامه هګۍ

  • ۲۷۰ کیلو ګرامه تشې پلاستیکي قوطۍ

  • ۹۶ کیلو ګرامه د چلم مېوه

  • ۲۸۰ کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې

  • ۵۰۰ کیلو ګرامه اچار

  • ۱۶۰ کیلو ګرامه نوې کالي

  • ۵۶۵ کیلو ګرامه شامپو

  • ۱۵۰ کیلو ګرامه لوبیا

  • ۴۰۰ کیلو ګرامه د جوس پایپونه

  • او ۷۰ کیلو رب شامل دي.

د ګمرکونو لوی ریاست وايي، نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

مسوولین ټینګار کوي چې د مالیې وزارت ګرځنده څارنې ډلې په ټول هېواد کې د قاچاق او ممنوعه توکو پر وړاندې فعالیت کوي او هېچا ته به اجازه ورنکړي چې غیرقانوني توکي انتقال کړي.