slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

مالیې وزارت وایي چې اسلامي پراختیایي بانک په کابل کې د ۲۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د زړه  ناروغیو د درملنې ۱۰۰ بستریز معیاري روغتون جوړولو ته بشپړ چمتووالی ښودلی دی. 

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بانک د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت د پرله‌پسې هڅو او اغېزمنو بحثونو په پایله کې دې اقدام شوی دی. 

د اعلامیې له مخې : د اسلامي امارت له بیا حاکمیت را وروسته د روغتیا په برخه کي دا لومړنۍ ستره او بنسټیزه پروژه ده، چې د مالیې وزارت د فعاله هڅو په پایله کي د اسلامي پراختیایي بانک له لوري علمي کېږي.

سرچینې لیکلي چې د مالیې وزارت او د اسلامي پراختیایي بانک له لومړنۍ همغږۍ او هوکړې وروسته یاده پروژه له اړوندو دولتي ادارو سره شریکه شوې ده.

د یادولو ده چې اوسمهال د مالیې وزارت، اسلامي پراختیایي بانک، قراردادي شرکت او اړوندو دولتي ادارو د ټاکل‌شویو ګډو کمېټو له لوري د دې پروژې د لومړنۍ سروې، نقشې او ډیزاین جوړولو چاري پیل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

د مالیې وزارت همداراز ویلي چې د دې معیاري روغتون په جوړېدلو سره به د زړه او سینې ناروغانو درملنه په کور دننه په کم لګښت سره کېږي او همداراز به په دې روغتون کې د تخصصي زده‌کړو اسانتیاوي هم برابري شي.