روسیه کې د اسلامي امارت سفارت د بیلاروس په بندخونو کې د افغانانو د خوشېکولو لپاره هڅې کوي.
په مسکو کې د ا.ا سفارت وایي چې یاد سفارت د مستشار، حافظ عبدالله یاسر په مشرۍ يو پلاوی له هغو زندانونو څخه د لیدنې په موخه د بیلاروس جمهوریت ته استولی، چې پکې افغان بندیان توقیف دي.
د سفارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د توقیف شوو هیوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار د بیلاروس له یوشمېر چارواکو سره کتنې شوې دي.
وايي، دغه پلاوي د زنداني شوو هېوادوالو د ستونزو د حل په ځانگړې توگه یې هېواد ته د لېږد په برخه کې هر اړخیزې خبرې کړې دي.
تر دې مخې هم په یو شمېر هېوادونو کې د ا.ا کونسلګریو هلته د توقیفشویو افغانانو د خلاصون لپاره هڅې پیل کړې دي
د ویلو ده چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان له بندخونو د افغانانو راخلاصېدل زیات شوي دي.
اسلامي امارت تر دې مخکې هم له ایراني چارواکو سره هلته د افغان بندیانو د خلاصون لپاره هڅې پيل کړې وې او په دې برخه کې یې خبرې کړې وې.