slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت له لوري د لښکرګاه ښار په بېلابېلو سیمو کې د تېزابو د تولید او توزیع پر کارخونو او شرکتونو د څارنې او نظارت ځانګړې لړۍ ترسره شوه.

د دې څارنې پر مهال، د یاد مدیریت مسلکي پرسونل د کارخونو او شرکتونو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې. یادو سپارښتنو کې ټینګار وشو چې:

  • هېڅ کارخونه اجازه نه لري له ۱۳۰۰ درجو څخه لوړ تېزاب پروسس کړي؛

  • د درې لیټره بوتل نه زیات تېزاب باید نه پیک کېږي؛

  • بغير له لېبل او راجستر څخه د تېزابو انتقال او لېږدول منع دي؛

  • او همدارنګه، د تېزابو او کیمیاوي موادو انتقال باید د امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت په همغږۍ ترسره شي.

د نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت وایي، دا اقدامات د دې لپاره ترسره کېږي چې تېزاب او کیمیاوي مواد د ناقانونه او غیرمسؤل اشخاصو لاس ته و نه لېږي او د نشه‌يي توکو د تولید لپاره و نه کارول شي.

په ورته مهال، د یاد مدیریت مسؤولینو د ناوه‌مېش ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۵۰ کیلوګرامه "اومان" کشف او په بشپړ ډول له منځه یووړل.