slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتـیا ولایت امنیه قومندان الحاج پاسوال مولوي محمد عمر "مخلص" د خواجه حسن قوم د یو شمېر اهل تشیع سپینږیرو او مخورو له‌خوا د دغه ولایت د امنیت د ټینګښت، او په ځانګړي ډول د عاشورا د مراسمو پر مهال د بشـپړ امنـیتي وضعیت د تأمین په پار وستایل شو.

یادو مشرانو د امنیه قومندان له هڅو قدرداني وکړه، ویې ویل چې د نوموړي تر مشرۍ لاندې امنیـتي ځواکونو په هر وخت کې د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره بې‌ساري ژمنتـیا ښودلې ده، او د ټولو قومونو ترمنځ یې د یووالي فضا رامنځته کړې ده.

امنیه قومندان الحاج مولوي محمد عمر "مخلص" په خپله وینا کې د یادو مشرانو له ستاینې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفـظه الله تعالی د هدایت له مخې د عاشورا مراسم په ښه ډول ترسره شول، او دا ټول د خلکو او قومي مشرانو د همکارۍ نتیجه وه.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د تلپاتې امنیت ټینګښت، او د ټولنې د پرمختګ یوازینی لاره د ولسونو او امنیـتي ارګانونو ترمنځ همغږي او متقابل باور دی.