هند د افغانستان زلزلهځپلو ته د مرستو نوې جوپه استولې.
د افغانستان د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلو لپاره د هند د مرستو تازه محموله هېواد ته رسېدلې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې مرسته کې د بیړنیو اړتیاوو لپاره خوراکي توکي او درمل شامل دي.
د هند له لوري دویم ځل دی چې یاده مرسته د افغانستان زلزلهځپلو ته لېږل کېږي. درې اوونۍ مخکې د ختیځو ولایتونو زلزلې د خلکو ژوند ته درنه ضربه ورکړه چې د راپورونو له مخې شاوخوا ۲۵۰۰ کسان پکې مړه او نږدې ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي وو.
له دغه ناورین وروسته ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو مرستندویو بنسټونو د زیانمنو شویو کورنیو لپاره د بیړنیو مرستو بهیر پیل کړ.
ورته مهال، د کونړ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ژمي د راتګ له امله د سرپناوو جوړول د دوی تر ټولو لویه اړتیا ده، ځکه د زلزلې له امله د هغوی زرګونه کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د اسلامي امارت ځايي چارواکي هم ټینګار کوي چې د سرپناوو د جوړېدو لپاره عملي طرحې جوړې شوې او له مرستندویو ادارو سره یې ګډ کار روان دی.