د هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاکټر محمد نعیم په دوو بېلابېلو لیدنو کې له ترکي او چینايي استازو سره لیدنې لرلې دي.
کابل کې د سیمهییزو اړیکو پیاوړتیا لپاره د دیپلوماتیکو لیدنو لړۍ چټکه شوې او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارواکي له ترکيې او چینایي استازیو سره پر یو لړ مهمو موضوعاتو بحثونه کړي دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم په خپل دفتر کې د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره مخامخ کتنه کړې ده. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ژورو تاریخي، کلتوري او مذهبي اړیکو یادونه کړې او په سیاسي، اقتصادي او تخنیکي برخو کې د پراخو همکاریو پر اړتیا ټینګار شوی دی.
دوکتور محمد نعیم د ترکیې سفیر د هغه د ماموریت پر مهال د ښې همغږۍ له امله ستایلی او ویلي یې دي چې کابل د انقرې له مثبت دریځه هرکلی کوي او تمه لري چې دا اړیکې لا هم پراخې شي. سفیر جنګ اونال بیا افغان چارواکو ته ډاډ ورکړی چې ترکیه د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او د هر ډول مشروع همکاریو دوام ته ژمنه ده.
په ورته مهال د سیمې امنیتي وضعې هم د ناستې مهمه برخه وه. سرچینو ویلي، د افغانستان او تاجکستان پر ګډ پوله وروستۍ خونړي پېښې چې پکې چینايي اتباع وژل شوي، په ځانګړې توګه تر بحث لاندې نیول شوې ده. دوکتور نعیم د دې پېښې پر اړه خواشینې ښکاره کړې او ویلي یې دي چې پلټنې روانې دي او دا برید یې د هغو کړیو کار بللی چې غواړي د هېوادونو ترمنځ بېباوري رامنځته کړي.
د چین د سفارت چارواکو د اسلامي امارت له ژر اقدام او دریځ څخه مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د پېښې عاملین هدف لري د کابل او بېجینګ اړیکې زیانمنې کړي؛ خو چین دغه هڅې ناکامې بولي او د خپلو همکاریو دوام ته ژمن دی.
دیپلوماتیکو سرچینو زیاته کړې چې دواړو لوریو د سیمهییز ثبات، اقتصادي همکاریو، د ګډو پروژو د خوندیتوب او د سیاسي تفاهم د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی دی. افغان چارواکو ویلي چې د اعتماد فضا د سیمې په راتلونکي کې مهم رول لري او کابل د ګډو همکاریو ملاتړ کوي.
دغه لیدنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په سیمه کې امنیتي پېښې، د ترانزیټی لارو وضعیت او اقتصادي تعاملات له نوو ګډو ننګونو سره مخ دي او هېوادونه هڅه کوي د همغږۍ له لارې د خطرونو مخه ونیسي او فرصتونه پراخ کړي.


