سرچینې؛ لغمان کې د امربالمعروف ریاست محتسبینو ۲۲ کلنه دښمني هواره کړه.
له لغمان ولایته پولیس راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راځي چې د دې ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست منسوبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت په توګه د سیمې د قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د حقوقي مسائلو له امله راپورته شوې ۲۲ کلنه دښمني حل کړه.
د سرچینې په وینا، قومي او ژبني دښمنۍ نه یوازې په هېواد کې امنیت ته ګواښ پېښوي، بلکې نوی نسل هم د بدیو دوام ته هڅوي، چې د مخنیوي او مبارزې ذمه واري یې د ټولنې ګډ مسئولیت دی.
په جوړې شوې ناستې کې د دښمنۍ ښکېل اړخونو، دیني عالمانو او قومي مخورو د دې اقدام ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ټولنې په معنوي رغښت کې به د محتسبینو تر څنګ ولاړ وي.
د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د روان کال په سنبله میاشت کې د هېواد په کچه د ۳۴ بېلابېلو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې ده.