slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خبر پاڼې په حواله د خوست ولایت مقام په نوښت او د والي مولوي عبدالقیوم روحاني په مشرۍ د ځان وژنې د مخنیوي په موخه یوه مهمه غونډه وشوه.

په دغه غونډه کې د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني، د علماوو شورا ريس شیخ الحدیث انورالحسین حسيني، د ځانوژونکو د کورنیو غړي، قومي مشران او ګڼ شمېر علماوو ګډون کړی و.

د غونډې په پای کې د علماوو شورا ريس شیخ الحدیث انورالحسین حسيني په خپلو څرګندونو کې وویل، چې مسلمانان د یو وجود په څېر دي او د هر ډول ناوړه پېښو اغېز پر ټول امت واقع کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې ځان وژنه یوه ستره ګناه ده او انساني ژوند د الله تعالی لوی امانت دی. د هغه په وینا، د ټولنې هر غړی دنده لري چې د دې قبیح عمل مخه ونیسي او ټولنه له دې ناوړه ستونزې وژغوري.

وروسته د خوست والي الحاج مولوي عبدالقیوم روحاني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې ټول مسلمانان د یو بل په وړاندې مسؤلیت لري او د ستونزو د حل لپاره ګډې او اغېزمنې هڅې اړینې دي. نوموړي وویل، چې ځان وژنه د ستونزو حل لاره نه ده، بلکې لا دایمي ستونزې رامنځته کوي؛ نو ځکه باید د خلکو د اصلاح او پوهاوي لپاره ګډ کار وشي.

په غونډه کې د لکڼو سیمې یوه قومي مشر وویل، چې د دوی قوم پرېکړه کړې له دې وروسته به د شرعي اصولو له مخې د ځان وژونکي له کورنۍ سره چلند کېږي. هغه له نورو قومونو هم وغوښتل چې د عامه پوهاوي لپاره هڅې وکړي او که داسې پېښه رامنځته شوه، د سیمې مخور او علما دې د جنازې ګډون ونه کړي.

ګډونوالو د خوست له والي مننه وکړه، چې د دې مهمې ټولنیزې موضوع په تړاو یې غونډه دایره کړه، څو د خلکو تر منځ د مثبت بدلون او پوهاوي له لارې د ځان وژنې د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.