slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ووشو ملي فدراسیون اووه کسیزه لوبډله دولسم پړاو اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه د چین شانګ های ښار ته روانه شوه.

دغه لوبډله، چې له دوه پلاوي او پنځه ورزشکاران  پکې شامل دي، تمعه ده، چې د چین هېواد په کوربتوب د ووشو په اسيايي سياليو کې له خپلو سيالانو سره په تالو او ساندا سبک سيالۍ وکړي.

د خدای پامانۍ په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د ووشو ملي فدراسیون رهبري پلاوي ګډون کړی و.


دغو مراسمو د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ تلونکو ورزشکارانو ته د بريا غوښتنه وکړه او هغوی ته یې د خير دعا وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د ووشو نويو ځوانانو او ځوانانو  دولسم پړاو اسيايي دغه سيالۍ د اسيايي کنفدراسيون له لوري د آسيا هېوادونه ورزشکارانو ترمنځ په تالو او ساندا سبکونو کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۳ نېټه پيل او د همدې مياشتې پر ۳۰ نېټه به پای ته ورسيږي.