slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترېش، د دې سازمان د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د غزې او سوډان روانې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او د تلپاتې اوربند ټینګښت یې اړین وباله.

ګوترېش وویل، جګړې یوازې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې، لوږې او کړاو لامل ګرځي، نو باید سمدستي پای ته ورسېږي. نوموړي د ټولو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه هم وکړه او ټینګار یې وکړ چې د بشري مرستو د رسولو بهیر باید پراخ او بې‌خنډه شي.

هغه په ځانګړې توګه د غزې وضعیت ته په اشارې وویل چې د فلسطینیانو لوږه او وژنه باید بنده شي او نړیواله ټولنه باید د بشري مرستو د زیات جریان زمینه برابره کړي.

د ګوترېش ترڅنګ د ګڼ شمېر هېوادونو استازو هم په غونډه کې د غزې جګړې د ختمېدو غوښتنه وکړه او له ښکېلو اړخونو یې وغوښتل چې د ملکي خلکو پر ژوند بریدونه پای ته ورسوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې د نړۍ لسګونه هېوادونو د فلسطین حکومت په رسمیت پېژندلی، هغه پرېکړه چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سخت غبرګون یې پارولی دی.