slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

له کور او ښار جوړولو وزارته د استول شوې خبرپاڼې له مخې یاد وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست ریس انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، چې تخنیکي ټیم یې د میدان وردګو ولایت په ده پاک کلي کې اته سوه (۸۰۰) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.

ښاغلی حافظ لطیف وایي، له دغې سروې یې موخه دا ده، چې د مهاجرینو لپاره د یوه منظم او اساسي ښارګوټي جوړولو چارې پیل شي.

دغه سروې به د هغو تخنیکي معلوماتو راټولولو ته زمینه برابره کړي چې د ښارګوټي د پلان جوړولو، پراختیایي خدماتو او بنسټیزو تأسیساتو لپاره اړین دي.

ټاکل شوې ده چې د سروې پایلې به په وزارت کې له اړوندو ریاستونو سره شریکې شي، څو یې پر بنسټ د مهاجرینو لپاره یو مناسب، منظم او د اړتیاوو مطابق ښارګوټی جوړ شي.

دغه پروژه د اسکان دایمي کمېټې چې مشري یې د کور او ښار جوړولو وزارت کوي، د بیارغونې او بشري ملاتړ د ژمنو یوه برخه ده، چې موخه یې د اړمنو مهاجرینو لپاره د ژوند اسانتیاوې برابرول دي.

هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې له بهره زرګونه کوره افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه شوي، چې ورسره سم د هېواد په ځینو مهمو ولایتونو کې  نویو راغلو کډوالو ته د اسلامي امارت له لورې د اوسېدو لپاره د کور او ژوند چارو برابرولو هڅې پيل شوې دي.