slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کندز ولایت امنیه قومانداني اړوند د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت بیدارو کشفي پولیسو تېره ورځ یوتن حرفوي او مسلکي غل چې د یوتن هېودوال څخه یې د (۶۰۰۰۰۰) شپږ لکه افغانیو په اندازه سرهٔ زر غلا کړي ول، هم مهاله د سرو زرو څښتن د امنیه قومانداني جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو ته تر اطلاع رسونې وروسته دیاد مدیریت امنیتي پرسونل لاس په کار شول چې په پایله کې یاد غل د کندز ولایت خان آباد بندر سیمه کې بالفعل ونیول شوه
دیادونې وړ ده چې سرهٔ زر د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري خپل اصلي مالک ته وسپارل شول. نیول شوی مظنون به د لومړنیو پلټنو تربشپړیدو وروسته عدلې او قضایي ارګان ته وسپارل شي