برېکس سازمان په خپله وروستۍ اعلامیه کې ويلي چې د ټرمپ تعرفې به د امریکا او نړۍ لپاره زیانمنې تمامې شي.
د بریکس غړو هېوادونو مشرانو چې دا اوونۍ د برازیل په ریو دي ژانیرو ښار کې غونډه درلوده، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا یې پر وارداتو لګول شوې تعرفې د نړۍوال اقتصاد لپاره زیان رسوونکې وبللې.
د دوی په یوې ګډه اعلامیه کې راغلي: «موږ د هغو یو اړخیزو ګمرکي او غېر ګمرکي اقداماتو د زیاتوالي په اړه جدي اندېښنه لرو، چې سوداګرۍ ته زیان رسوي او د نړۍوالې سوداګرۍ د سازمان (WTO) له مقرراتو سره په ټکر کې دي.»
د بریکس سازمان چې برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا پکې شامل دي، د نړۍ مهم پرمختللی اقتصادي بلاک بلل کېږي.
دا هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې د نړۍوال اقتصاد د عادلانه جوړښت ملاتړ کوي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې یو شمېر وارداتي توکو درنې تعرفې لګولي، چې موخه یې د سوداګرۍ نابرابري کمول دي، خو دا اقدامات د نړۍوالو شریکانو له خوا یو اړخیز، غېرمنصفانه او د نړۍوالو اصولو خلاف بلل شوي دي.
بریکس هېوادونه دا ډول اقدامات د نړۍوالې سوداګرۍ د ثبات او پرمختګ لپاره خطرناک ګڼي.