د جوزجان-سرپل پر لویه لاره ترافیکي پېښې ګڼه مرګ ژوبله رامنځته کړې.
د جوزجان-سرپل پر لویه لار د موټرو د ټکر له امله درې کسان وژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپیان شوي دي. پېښه همدا نن دوشنبه سهار شاوخوا ۱۱:۴۵ بجې د زکه سیمې پر لویه لار هغه مهال رامنځته شوه چې دوه موټرسایکلونود دوه سراچه موټرو سره ټکر وکړ. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شو دی. امنیتي چارواکي د پېښې اصلي لامل نه پاملرنه او چټکتیا بولي. د پېښې د نورو جزئیاتو د معلومولو لپاره څېړنه روانه ده.