د پروان ولایت کوه صافی ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ څلور میاشتینۍ شخړه په دوستي بدله شوه
د پروان ولایت په کوه صافی ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د زراعتي ځمکې پر سر شخړه، چې څلور میاشت مخکې پیل شوې وه او د هغې پر مهال د یوې کورنۍ یو تن سخت ټپي شوی و، د سیمهییزو چارواکو او مشرانو په منځګړیتوب حل شوه.
دا روغه جوړه د ولسوالۍ د ولسوال حاجي ملا ابراهیم خیرالله، امنیه قومندان ملا سید غلام حمزه، علماوو کرامو، قومي مشرانو او سپین ږیرو په هڅو ترسره شوه. ګډونوالو د سولې، ورورولۍ او بښنې په ارزښت خبرې وکړې او دواړه کورنۍ یې روغې جوړې ته وهڅولې.
وروسته له خبرو دواړو لوریو خپل اختلافات پای ته ورسول، یو بل ته یې د دوستۍ لاس ورکړ او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي.
ګډونوالو او سیمه ایزو خلکو دا هوکړه د ټولنې د ثبات او یووالي لپاره مهم ګام وباله او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه یې د سولې د ټینګښت په برخه کې د هڅو مننه وکړه.