د سختو ورښتونو له کبله پاکستان کې مرګژوبله او اقتصادي زیانونه اوښتي.
د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د پاکستان په وروستیو سختو ورښتونو کې د رامنځته شوې مرګژوبلې او پراخو ویجاړیو په اړه خواشیني څرګنده کړه. دغه بنسټ ویلي چې ارزونه به وکړي چې آیا د ۲۰۲۶ کال بودیجه د بیړنیو لګښتونو او اقداماتو لپاره کافي ده که نه.
د پاکستان د طبیعي پیښو د مدیریت ادارې په راپور کې راغلي چې په دې وروستیو سېلابونو کې ۹۷۲ کسان وژل شوي او ګڼې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي. د چاپیریال ساتنې متخصصین اندېښنه ښيي چې د سختو ورښتونو له کبله د پاکستان د اقتصادي ودې کچه به په ۲۰۲۵ کې ټیټه پاتې شي.