د کونړ امنیتي ځواکونو ۱۸ کسان د جرمونو په تور نیولي.
د کونړ په مرکز اسعداباد او ګڼو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په پلان شويو عملیاتو کې ۱۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
په نیول شویو کسانو کې ځینې د غلا، وژنې، د نشهيي توکو د خرڅلاو او استعمال او نورو مجرمانه کړنو په تور تورن دي. د امنیتي ځواکونو چارواکي وایي چې د مظنونینو ابتدایي څېړنې روانې دي او له بشپړو تحقیقاتو وروسته به هغوی اړوندو عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي څو د قانون مطابق پرې اجرات ترسره شي.
د امنیه قوماندان الحاج مولوي ضیاءالحق حامد په دې اړه وویل: "د قانون پلي کول، د جرمونو مخنیوی او د ولس امنیت زموږ اصلي مسؤلیت دی. د دغو عملیاتو لړۍ به په کلکه دوام وکړي ترڅو په ټول ولایت کې د جرمونو مخه ونیول شي."
د کونړ ولایت امنیتي چارواکي زیاتوي چې دا ډول عملیات د خلکو د خوندي ژوند او د ټولنې د ثبات لپاره پرلهپسې ترسره کېږي. هغوی ټینګار کوي چې د قانون سرغړونکي به په هېڅ صورت پاتې نه شي او ټول مجرمین به د عدلي او قضايي پروسې له مخې محاکمه شي.