ساینس پوهانو په برازیل کې د دیناسور د پښو نښې وپېژندلې
ساینس پوهانو د دیناسور د پښو د نښو د پاتې شوي فوسیل له معاینه کولو وروسته د دیناسور دا نوې بڼه کشف او راپېژندلې ده. د برازیل په اراراکورا ښار کې د دیناسور د موندل شوي فوسیل د پښو نښو له څېړنو ساینس پوهان دې پایلې ته رسیدلي، چې د دیناسور د پښو دا نښې تر دې دمه د موندل شویو او کشف شویو نښو په څېر نهدي. ساینس پوهانو دا د پښو نښې د یو نوي ډول دیناسور په توګه وپېژندلې، چې تر دې دمه ناڅرګند پاتې و. دوی دا دیناسور فارلوایچنوس (Pharlevichnus ) نومولی دی. د دې پښو فوسیل په برازیل کې ایتالوي پادري او دیناسور څېړونکي کشف کړ. هغه دا فوسیل په ۱۹۸۴ ز. کال کې د ځمکپوهنې موزیم ته ډالۍ کړ. له هغه وخت راپدیخوا ساینس پوهانو د دې فوسیل په اړه څېړنې کولې. اوس دوی دې پایلې ته ورسیدل، چې دې دیناسور په دښته کې ژوند کاوه؛ غوښه خوړونکی، ډېر ګړندی، د کوچني بدن لرونکی او له ۶۰ څخه تر ۹۰ سانتي مترو لوړ و، چې له ۱۰۰ څخه تر ۱۴۵ میلیون کاله مخکې یې په کرتاسه پېر کې ژوند کاوه.