slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د اسرايیلي چارواکو په وینا، دغه هېواد پر دې غور کوي چې د فلسطین نیول شوې لوېدیځه غاړه په رسمي ډول د اسراييل خاورې سره وتړي. دا پرېکړه د هغو اروپایي او لوېدیځو هېوادونو په غبرګون کې مطرح شوې چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندلو نیت لري.

د رویټرز د راپور له مخې، که دغه اقدام عملي شي، تمه ده د فلسطینیانو، عربي هېوادونو او حتا د اسراييل د ځینو لوېدیځو متحدینو له پراخ مخالفت سره مخ شي.

په ورته وخت کې، پر اسراييل د غزې جګړې له امله نړیوال انتقادونه هم زیات شوي. د دغو فشارونو په لړ کې، فرانسه، برېټانیا، اسټرالیا او کاناډا اعلان کړی چې د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې به د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندنې پرېکړه وکړي.