د رياست الوزرا اداري مرستيال د غور ولايت له علماؤ سره کتلي
ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛تېره ورځ د رياست الوزرا اداري مرستيال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي پخپل کاري دفتر کې د غور ولايت له يو شمېر علماؤ سره وکتل.
خبرپاڼې ويلي چې د غور ولايت علماؤ په ياد ولايت کې د ولايتي مسؤلانو او مجاهدينو هڅې وستايلې او ډاډ يې څرګند کړی چې د اسلامي امارت له حاکميت نه را وروسته دوي د ارام ساه ويستلې او په خوښۍ سره خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي.
په ورته وخت کې بيا د رياست الوزرا اداري مرستيال دوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ويلي چې افغانانو ته د هوساينې او بشپړ امنيت ټينګښت د دوي مسؤليتونه دي او ډاډ يې ور کړی چې دوي به له هېودوالو څخه هېڅ راز هڅې دريغ نکړي.