slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د معلوماتو له مخې، په نیمروز ولایت کې ۳۰۰ تنه روږدي د درملنې له بشپړېدو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

یاد کسان د نیمروز ولایت په ۱۰۰۰ بستریز صحي کمپ کې تر درملنې لاندې وو او د روغتیايي ټیم او ټاکل شوي هیئت له ارزونې وروسته له روغتون څخه رخصت شول.

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت چارواکي وايي، د روږدو کسانو درملنه او د هغوی ټولنیز بېرته ورګډونه د عامه روغتیا او ټولنیزې هوساینې په برخه کې مهم ګام دی.