slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ریاست الوزرا د حکم له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي په مشرۍ د یو شمېر وزارتونو او امارتي ادارو د استازو ترمنځ د زمري ۲۴مې (فتحې) ورځې د لمانځنې په موخه کلتوري ناسته ترسره شوه. 

په دې ناسته د زمري  د ٢۴مې ورځې د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وشوې او ټینګار وشو، چې دا ورځ باید په ملي او ولسي کچه په شاندارو مراسمو ولمانځل شي، څو راتلونکي نسلونه د خپلواکۍ ارزښت درک کړي او د پاکو قربانیو یاد ژوندی پاتې شي.