غزني کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
غزني ولایت کې د کابل-کندهار لویې لارې د آببند ولسوالۍ د تودې چینې په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر او مازدا موټر ترمنځ ټکر شوی، چې په پایله کې د مسافر وړونکي موټر چلوونکی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همدارنګه، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په دیګانانو سیمه کې د دوو موټرانو ترمنځ بله ترافیکي پېښه شوې، چې په کې یوه ښځه ټپي شوې ده.
امنیتي ځواکونه سیمې ته په وخت رسیدلي، مړی یې خپل کورنۍ ته سپارلی او ټپي شوې ښځه لومړی د قره باغ ولسوالي ملکي روغتون ته وړل شوې، وروسته بیا د غزني حوزوي روغتون ته انتقال شوې ده.
مسؤولین ټینګار کوي چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات جاري دي او د عامو خلکو د خوندیتوب لپاره هڅې روانې دي.