د ایران پدافند ځواک په دهلران کې ۸ اسرائیلي ډرونونه نسکور کړل
د ایران په لویدیځ ایلام ولایت کې د دهلران ښار چارواکي وایي چې د صهیونیستي رژیم اته بېپیلوټه الوتکې یا ډرونونه، د دې هېواد د هوايي دفاعي سیستم له خوا نسکور شوي دي.
مراد یګانه، د دهلران ولسوال وایي چې دا ډرونونه وروسته له هغه له اسمانه غورځول شوي، چې اسرائیل د ایران پر یو شمېر ښارونو بریدونه وکړل.
د هغه په وینا : دغه الوتکې ډېرې پرمختللې وې، خو زموږ پدافندي سیستم یې مخکې له دې چې هدف ته ورسېږي، له منځه یووړې."
د یګانه په وینا، سهار وختي یو بل ډرون هم چې د امریکا جوړ MQ-9 ماډل و، د دهلران دشت عباس ولسوالۍ کې نسکور شوی. دا ډرون د څارنې او احتمالي بریدونو لپاره کارېده.
بل لور ته د موسیان ښار د اور وژنې پر ودانۍ یو ځل بیا برید شوی، چې دا
دریم ځل دی.
که څه هم دغه برید مرګژوبله نه لري، خو د ښاروالۍ یو
شمېر وسایطو ته زیان رسېدلی.
د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ د اسرائیلي بریدونو له امله په تهران او نورو ښارونو کې یو شمېر نظامي افسران، ساینسپوهان او ملکي وګړي شهیدان شوي دي.