د کونړ زلزله ځپلو ته ګمبېریو دښته کې د کور جوړولو لپاره نمرې ویشل کېږي.
د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښونو له مخې، د ننګرهار والي محمد نعيم اخند او ورسره مل پلاوي د کونړ د وروستيو زلزلو له امله بېکوره شویو کورنیو د ځای پر ځای کولو لپاره په ګمبيري دښته کې ۱۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه ځانګړې کړې ده.
والي د سیمې تر کتنې وروسته وویل چې د متضررو کورنیو د ستونزو حل لپاره به هر اړخیز پلان عملي کېږي او که اړتیا رامنځته شي، د استوګنې لپاره به نوره ځمکه هم برابره شي. هغه تخنیکي ټیم ته لارښوونه کړې چې د استوګنې نوي ښارګوټي په نقشه کې د سړکونو، جوماتونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
چارواکي وایي چې د کډوالو، ښار جوړونې او کرنې ادارې به ډېر ژر د نقشې عملي کارونه پیل کړي او له تکمیلي پړاو وروسته به اړمنو کورنیو ته نمرې ووېشل شي، څو دایمي استوګنځي ورته برابر شي.
د ګمبيري سیمه د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو ترمنځ په مهمه وصلوونکې سیمه کې پرته ده. د جلالاباد – کونړ لویې لارې نږدېوالی، د کونړ د سيند څنډې، پراخه هوارۍ او شاوخوا غونډۍ دې سیمې ته د نوو ابادیزو پروژو لپاره ځانګړی ارزښت ورکړی دی.


