slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، د هلمند او فراه ولایتونو د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نږدې درې ټنه اومان کشف، سوځول او څو تنه کسان نیول شوي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د هلمند ولایت د ناومېش ولسوالۍ د عملیاتو پر مهال ۱۲۹۰ کیلوګرامه اومان ترلاسه او په بشپړ ډول له منځه یوړل شو. سرچینه زیاتوي چې په تړاو یې شپږ کسان نیول شوي او تر څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې، د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ امنیتي ځواکونو ۱۹۲۰ کیلوګرامه اومان چې په یوه مازدا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو، کشف کړي او شپږ تنه یې د قاچاق په تور نیولي دي.

مسوولین ټینګار کوي چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه د دوی د کاري لومړیتوبونو څخه ده او د دغو توکو د قاچاق او تولید د مخنیوي لپاره به عملیاتو ته لا هم دوام ورکړي.