په کاپیسا کې مور او ماشوم د سیند په اوبو کې ډوب شول
د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ په ګلبهار سیمه کې یوه مور او ماشوم یې د صیاد سیند په اوبو کې ډوب شول. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یاده کورنۍ د تفریح لپاره د سیند غاړې ته تللې وه.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز د پېښې د توضیح پر مهال وویل چې د کورنۍ ماشوم د سیند اوبو یووړ، او مور یې چې هڅه یې کوله ماشوم وژغوري، خپله هم ډوبه شوه. نوموړی وایي، دواړه - مور او ماشوم - ژوند له لاسه ورکړ او د دوی جسدونه د امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو خلکو له خوا له اوبو را وایستل شول.
ورته مهال په پروان کې هم د اوبو له امله د یوې بلې مرګونۍ پېښې راپور ورکړل شوی. په دې ولایت کې د شکیبالله په نوم ۱۹ کلن ځوان، چې د سیاهګرد ولسوالۍ د قمچاق درې د خشکک کلي اوسېدونکی و، تېر یکشنبه د صیاد سیند کې ډوب شوی و. د هغه جسد د شپږو ورځو تېرېدو وروسته، د جمعې په ورځ ماسپښین د پروان ولایت د شوخي ولسوالۍ د میانهقلعه کلي په سیمه کې د درېیمې امنیتي حوزې ځواکونو او ځایي اوسېدونکو له خوا وموندل شو.
د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، د صیاد سیند په اوږدو کې، په ځانګړې توګه هغو ځایونو کې چې د اوبو سطحه لوړه وي، د خطرناکو سیمو د نښه کولو لپاره خبردارۍ لګول شوي، خو د خلکو بېپروایي د ډوبېدونکو کسانو د شمېر د زیاتوالي لامل ګرځېدلې.