slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

یاده پېژندغونډه کې د نوي والي ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د لغمان پخواني والي، او د لغمان د بېلا بېلو ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه.

د لغمان نوي والي قاري بختیار معاذ دې غونډه کې وویل، چې د ولسونو قربانۍ بې ځایه نه دي تللي، د قربانیو په بدل کې اسلامي نظام راغلی او مونږ یې تر چتر لاندې ژوند کوو، خپلواکي لرو او د پردیو دسیسې دلته ختمې شوي دي.

باید یاده شي، چې د لغمان مخکینی والي شیخ شېراحمد حقاني د اطلاعاتو او کلتور وزیر، د اطلاعاتو او کلتور مخکینی وزیر د میدان وردګو والي او د میدان وردګو پخوانی والي د لغمان لپاره نوی والي وټاکل شو.