د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره د پراخو مراسمو په ترڅ کې وشوه
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د پنجشنبې په مازدیګر د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره د یو لړ ځانګړو او فرهنګي مراسمو په ترڅ کې د مرکزي سټیډیوم په انګړ کې تر سره شوه.
یاده مشاعره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین الحاج مولوي عتیقالله «عزیزي»، د ځوانانو چارو معین الحاج مولوي محمد یونس «راشد»، د هلمند والي الحاج مولوي عبدالرحمن «مسلم کندوزي»، مرستیال والي الحاج مولوي محمد نبي «حماس»، امنیه قوماندان الحاج ملا امینالله «زبیر»، د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان الحاج ملا شرفالدین «تقي»، د هرات، ننګرهار او کابل اطلاعاتو او کلتور رئیسانو، نومیالیو شاعرانو، ادیبانو، ترنم ویونکو، علماوو، سیمهییزو مسؤولینو او زرګونو مینوالو په پراخ ګډون تر سره شوه.
مشاعره د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي شیر محمد «وحدت» د مشاعرې مقدماتي وینا واوروله. نوموړي ټولو مېلمنو، شاعرانو او ادیبانو ته د هرکلي ترڅنګ، د شعر او ادب د ارزښتونو په اړه خبرې وکړې، وې ویل چې د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې د هېواد ادیبانو او شاعرانو د جهاد او مقاومت پیغامونه د شعر په ژبه بیان کړي دي.
د هلمند مرستیال والي، مولوي محمد نبي «حماس»، د مشاعرې د جوړېدو او په ولایت کې د ټينګ امنیت له امله خوښي څرګنده کړه، وې ویل: "فرهنګ او شعر د ولسونو د بیدارۍ وسیله ده، شاعران باید د خپلو شعرونو له لارې ولس ته مثبت پیغامونه ورسوي."
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین، مولوي عتیقالله «عزیزي»، د مشاعرې ګډونوالو ته په خبرو کې وویل چې هلمند د شعر، ادب، دین او جهاد په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. نوموړي د شاعرانو، ادیبانو او فرهنګیانو هڅې وستایلې او وې ویل چې دوی د ملت دردونه د شعر په ژبه انځوروي او خلکو ته د وحدت، همکارۍ او اسلامي ارزښتونو پیغامونه رسوي.
د مشاعرې پر مهال ګڼ شمېر شاعرانو، نعتویونکو او ترنم ویونکو خپل شعري، حماسي، دیني او ادبي اثار د حاضرینو مخې ته وړاندې کړل، چې د تېرو شلو کلونو جهادي مبارزو، اشغالګرو ته د ولس نفرت، د اسلامي نظام امنیتي لاسته راوړنې، د پراختیایي هڅو او د وطندوستۍ په موضوعاتو راڅرخېدل.
د مشاعرې په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري زرګونه بروشرونه، چې په اسلام کې د امیر او حاکم د اطاعت په موضوع راڅرخېدل، پر ګډونوالو ووېشل شول.
همداراز د غونډې په پای کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي په موخه، د أمیر المؤمنین حفظهالله د فرمان د تطبیق په برخه کې یوه تمثیلي پوهاوي پارچه هم وړاندې شوه.
یاده دې وي، چې د هلمند سیند دودیزه مشاعره هر کال د زرګونه ادبپالو، شاعرانو، لیکوالانو او مینوالو په ګډون د پوره ولولو او شوق سره لمانځل کېږي.