slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد تازه ویلي، چې د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یو لوړپوړی حکومتي پلاوی د پاکستان له استازو سره د خبرو لپاره نن دوحې ته سفر کړی دی.

د مجاهد په وینا، د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو سرحدي نښتو او کړکېچونو د سوله‌ییز حل هڅه ده.

هغه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له لارې د پکتیکا پر ملکي سیمو د پاکستان هوايي ځواکونو وروستی برید په سختو ټکو غندلی او دا یې د جګړې پارونې او سولې فضا د خرابولو هڅه بللې ده.

مجاهد زیاته کړې، سره له دې چې اسلامي امارت  له هېوادني حریمه د دفاع او  بهرني تېري ته د ځواب ویلو حق لري، خو د مذاکراتي پروسې د بریا او  دوحې خبرو د اهمیت له امله افغان ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې له هر ډول نوې پوځي هڅې ډډه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، افغانستان د متقابل درناوي، سوله‌ییزو اړیکو او سیمه‌ییز ثبات غوښتونکی دی، خو د ده په وینا، “اوسنی کړکېچ د پاکستاني لوري د تیریو او نامسوولو اقداماتو پایله ده.”

دغو خبرو ته داسې مهال چمتووالی نیول شوی چې د دواړو هېوادونو اړیکې د وروستیو سرحدي پېښو او هوایي بریدونو له امله ترینګلې شوې دي.