ویتنام کې توپان او سخت بارانونو مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي.
د ویتنام په مرکزي سیمو کې د توپان او سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه یو کس مړ شوی او ۱۲ تنه نور لادرکه دي.
د ویتنام دولتي رسنۍ وايي، په هوی ښار کې سېلابونو یو کس له ځان سره یووړ، او ۱۲ تنه کب نیوونکي هغه مهال ورک شول چې د توپان د څپو له امله یې کښتۍ ډوبې شوې.
ځايي چارواکو ویلي، د توپان له امله د برېښنا مزي پرې شوي، ګڼ کورونه زیانمن شوي او زرګونه خلک خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې، د هوايي چلند چارواکو د خرابو شرایطو له امله سلګونه الوتنې ځنډولې دي. د پیښې د مالي زیانونو د کچې په اړه تر اوسه کره ارقام نه دي خپاره شوي.