slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د پاکستان په پنجاب ایالت کې ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو د ګواښ له کبله تر ۲۴زره ډېر کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

له بل پلوه د پنجاب ځايي حکومت تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې د سختو ورښتونو خبرداری هم ورکړی دی. په پاکستان کې وروستیو سېلابونو د پراخې ویجاړۍ سربېره سلګونه کسان مړه او ګڼ نور ټپیان کړي دي.