پروان کې د خپلواکۍ د رارسېدو په مناسبت هر اړخیز تدابیر نیول شوي دي.
د دې ملي او ویاړلې ورځې د لمانځنې په پار، د امنیتي تدابیرو تر څنګ، د اطلاعاتو او کلتور ریاست او په دې برخه کې د مربوطه ادارو له لوري د ښار زیاتره دیوالونه، څلورلارې او مهمې سیمې د ښکلو لیکنو، شعارونو، د امیرالمومنی حفظه الله تعالی پر ښکلو ویناوو او الهام بښو جملو لرونکو بینرونو په لګولو ښکلا موندلې ده.
همدارنګه، د چاپي شعارونو رنګینې پاڼې هم د ښار په بېلابېلو برخو کې ځړول شوې دي، څو د زمري ۲۴مې د دې پرتمینې ورځې فضا لا پسې ښکلې، حماسي او د ولس د خوښۍ څرګندونه وکړي.
د پروان مسولین وايي؛ دغه رنګین بینرونه او ځړول شوې پاڼې نه یوازې ښار ته نوې روحیه وربښي، بلکې د ولس د ویاړ، مینې او خپلواکۍ د ارزښتونو ښکارندویي کوي.