ملګري ملتونه: د غزې یو پر درېیمه برخه وګړي له خوړو پرته ورځې تېروي
د
ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو اېف پي» خبرداری ورکړی، چې د
غزې د لوږې ناورین بېساري کچې ته رسېدلی، د مرستو رسول نږدې درېدلی او له
هر درېیو کسانو یو یې څو ورځې له خوړو پرته تېروي. دغې
ادارې همداراز ویلي، چې د فلسطین په غزه کې د لوږې وضعیت «بېمخېنې» شوی
او د نړۍوالو ادارو د مرستو رسول له سختو محدودیتونو سره مخ دی. په ورته وخت کې د اسراییل له لوري د مرستو پر ترلاسه کوونکو هم بریدونه همداراز روان دي، چې یوازې د جمعې په ورځ ۴۵ تنه وژل شوي دي. د
خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال کارل اسکاو چې تازه یې خپل څلورم سفر غزې ته
پای ته رسولی، په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: «وضعیت اوس تر هر بل وخت
بدتره دی، هېڅکله مې دومره پراخې بشري اړتیاوې نه وې لیدلې، خو له بده مرغه
نړۍوالو ادارو د دې اړتیاوو د پوره کولو توان له لاسه ورکړی.» اسکاو زیاته کړه، «د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ کچه خورا لوړه شوې او شاوخوا ۹۰زره ماشومان بېړنۍ طبي مرستې ته اړتیا لري.» هغه
وویل: «په غزه کې له هرو درېیو تنو یو یې داسې ورځې تېروي چې هېڅ خواړه نه
لري. دا نه یوازې د لوږې، بلکې د انساني کرامت د له منځهتلو نښه ده.» د غزې خلک د روانو پوځي عملیاتو، بندیزونو، د مرستو مخنیوي او د روغتیايي مرکزونو د ړنګېدو له امله له سخت بشري ناورین سره مخ دي. له
بلې خوا، د الجزیرې د راپور له مخې، د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان
د اسراییلي بریدونو له امله وژل شوي، چې پکې ۱۱تنه هغه کسان دي چې د مرستو
ترلاسه کولو په لیکو کې ولاړ وو. د
ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستو ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ
لازارېني اسراییل تورن کړ، چې په غزه کې «بېرحمانه وژونکي عملیات» ترسره
کوي. هغه وویل: «غزه اوس د ماشومانو او وږو خلکو په یوه لویه هدیره بدله شوې ده.»