slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د کور او ښار جوړولو وزارت تر مشرۍ لاندې د دغه وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په مشري یوه مهمه ناسته ترسره شوه، چې پکې د وزارت مرستیالانو، رئیسانو او تخنیکي کارکوونکو ګډون کړی و.

دغه ناسته د وزارت د راتلونکي لیدلوري، پلانونو، ننګونو او فرصتونو د ارزونې په موخه جوړه شوې وه. ګډونوالو پکې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني د وزارت د مهمو فعالیتونو، ښاري پراختیا، نظم، او د خدماتو د ښه والي په اړه تفصیلي معلومات ورکړل او ځینې رغنده وړاندیزونه یې هم وړاندې کړل.

همداراز، د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د مالي شفافیت، اداري اصلاحاتو، استخدام میکانېزمونو، او د ظرفیت لوړونې پر موضوعاتو خبرې وکړې او د منابعو د مؤثرې کارونې لپاره ارزښتناک وړاندیزونه شریک کړل.

په غونډه کې د رئیسانو او تخنیکي پرسونل نظریات هم واورېدل شول، څو د چارو لا اغېزمنتیا یقیني شي.

د ناستې په پای کې، سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني مهمې څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي نظام، ټولنې او هېواد د خدمت لپاره باید کارونه له اخلاص، ریښتینولي، همغږۍ او فساد سره د جدي مبارزې پر بنسټ ترسره شي.

نوموړي وویل چې ښاري پراختیا او د مسکن تأمین د خلکو مهم ضرورتونه دي او وزارت باید خپلې هڅې لا چټکې کړي. هغه له مسؤلینو وغوښتل چې خپلې چارې په مسؤلانه ډول ترسره کړي، په ځانګړي ډول د نوي کابل ښار او مسکني پروژو ته پاملرنه زیات کړي.