slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دفتر رییس، اندري یرماک، له خپل مقام څخه استعفا کړې ده. ولسمشر زېلېنسکي په یوه لنډ پیغام کې تایید کړې چې یرماک استعفا ورسپارلې او د نوي رییس د ټاکلو لپاره به سلا مشورې پیل کړي.

د نړیوالو رسنیو په وینا، یرماک وروسته له هغې د خپلې دندې پرېښودو پرېکړه وکړه چې د اوکراین د فساد ضد ادارو پلټونکو د یوې سترې فساد قضیې د څېړنو په ترڅ کې د هغه کور پلټنه وکړه.

اندري یرماک له ۲۰۲۰ کال راهیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر د رییس په توګه کار کاوه او د زېلېنسکي تر ټولو نږدې او اغېزمن سیاسي شخصیت بلل کېده.