slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د سرپریکړې په سیمه کې د یو ټکټر ټېله د چپه کېدو له امله ۳ تنه شهیدان او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

د هلمند امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو تن هېوادوال په خپل ټکټر ټېله کې د کور کډه بار کړې وه او د یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د لېږد په حال کې و. د یادې ټېلې د چپه کېدو له امله په موټر کې سپاره نارینه، ښځې او ماشومان له سختې مرګ‌ژوبلې سره مخ شوي دي.

په پېښه کې دوه تنه نارینه او یوه ښځه شهیدان شوي، او څلور ماشومان او یوه ښځه ټپیان دي. د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، هغوی د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي. د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی.

د هلمند امنیه قوماندانۍ د ټولو موټرچلونکو څخه غوښتنه کړې چې د تګ راتګ پر مهال د ترافیکي اصولو مراعات ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو ورته ناوړه پېښې تکرار نه شي.