slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image



د ښاغلي ګوترش دفتر ويلي، چې دا لیدنه نن(درې‌نۍ،۱۴کب) د مصر په مرکز قاهره کې ترسره شوې ده. ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د سوریې د موقت دولت مشر د عربي نړۍ له خوا په هغه بېړنۍ جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړي چې د غزې اوسني حالت په اړه په قاهره کې جوړېدونکې ده.

د ګوترش دفتر وړاندې ویلي، چې ګوترش او الشرع د غزې اړونده له بېړنۍ غونډې وړاندې په خپلو کې د سوریې د دولت لپاره پر شته فرصتونو او د دې دولت پر وړاندې د شته ننګونو په اړه سره غږېدلي دي.

ګوترش له په سوریه کې راغلو مثبتو بدلونونو ته په اشارې خپله خوشبیني څرګنده کړې او په خپلو خبرو کې یې په سوریه د یوه پیاوړي او ټولمنلي دولت د جوړېدو هیله کړې.

یاده دې وي چې د سوریې د انتقالي دولت د مشر په توګه د احمد الشرع له ټاکل کېدو وروسته ، نوموړي د نړۍ له ګڼو هېوادونو او سیاسي رهبرانو سره لیدنې کتنې لرلې دي.