خوست کې د کنړ زلزلهځپلو سره د مرستو لړۍ پیل شوه.
د خوست ولایت مقام د لارښوونو پر بنسټ، نن ماسپښین درې بجې د خوست ښار له مرکزي چوک څخه د کنړ ولایت د زلزلهځپلو لپاره د مرستو لړۍ رسماً پیل شوه.
د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست په وینا، دغه لړۍ یوازې د مرکز پورې محدوده نه ده، بلکې هممهاله به ټولو ولسوالیو ته هم وغځول شي، څو د خوست ولس د یووالي او ملي همدردۍ ژمنه په عمل کې وښيي.
د خوست ولایت مقام رهبري د زلزلهځپلو کورنیو په غم کې ځان شریک بولي او له سوداګرو، خیریه بنسټونو، مرستندویو مؤسسو او عامو خلکو څخه یې غوښتنه کړې چې په دې سخته ورځ کې د زیانمنو شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.