د ایران او هند استازي د افغانستان لپاره د سیمه ییز تماس ډلې پر جوړولو کارکوي
د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د هند د بهرنیو چارو د وزارت د سیمه يیز عمومي مدیر جی بي سنګ سره وکتل او د سیمه ایزو اړیکو د ډلې د جوړولو په اړه یې خبرې اترې وکړې.افغان غږ خبری په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی دغه موضوع په ټولنیزه شبکه ایکس کې مطرح کړه. نوموړي ویلي، چې له جي بي سینګ سره یې په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي مسایلو د پرمختګ او په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې پر جوړولو خبرې وکړې. په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.تر دې مخکې هم ځینو ایراني چارواکو د افغانستان د وضعیت د هواري لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې پر جوړولو ټینګار کړی دی.په همدې حال کې حسن کاظمي قومي څو میاشتې مخکې د مسکو له غونډې وروسته په کابل کې په یوه خبري غونډه کې په افغانستان کې د امریکا ویجاړونکي رول ته په اشارې سره د سیمه ییزې تماس ډلې پر جوړولو ټینګار وکړ.