slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د برازیل په جنوبي ایالت پارانا کې د بړبوکۍ له امله چې تېز باد او شدید باران هم ورسره مل و، لږ‌ترلږه شپږ تنه مړه شوي.

د راپور له مخې، برازیلي چارواکو ویلي چې د دې سربېره د دغې بړبوکۍ له امله ۴۳۷ تنه نور ټپیان شوي او شاوخوا زر تنه بې‌ځایه شوي.

د پارانا ایالت د هوا پېژندنې او د چاپېریالي څارنې سیستم په وینا، د دغې بړبوکۍ چټکوالی په ساعت کې له ۱۸۰ څخه تر ۲۵۰  کیلو مټرو پورې و.