slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د یاد وزارت د ناستو په تالار کې، د کابل ښار محتسبینو او د یاد وزارت مسؤولینو، کارکوونکو، د رسنیو استازو او سلګونو نورو ګډون والو په شتون کې د خوښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین د نوي توشیح شوي فرمان د ابلاغ او لاښه پلي کېدو په موخه ناسته وشوه.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي ویلي: عدل او انصاف د اسلامي نظام ځانګړنې دي او مسؤولین مکلف دي، چې په اسلامي ټولنه کې ټولو اوسېدونکو حتی د غیر مسلمان وګړو ټول حقونه او اړتیاوې په پام کې ونیسي. شیخ صاحب زیاته کړه، چې  اسلام مبارک دین د ژوند ټول اړخونو ته لارښوونې لري او ټول یې په رعایت مکلف یو.

ښاغلي حنفي همداراز ټینګار وکړ، چې مهر د خویندو حق دی، هېڅوک پرې سترګې نه‌شي پټولی او په بشپړه توګه به خویندو ته ورکول کېږي. شیخ حنفي د خپلو خبرو په دوام کې وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین فرمانونو کې د ټولنې خیر نغښتی دی، نو په کار ده چې په خوښیو، ودونو، تعزیت او د حج په مراسمو کې د ناوړه دودونو مخنیوی وشي.

 د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د خویندو شرعي حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا د تېر کال په اوږدو کې د (۱۱۳۳) اجباري نکاحو مخنیوی کړی دی.