slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د یوه تازه خبر له مخې د پنجشېر ولایت،خنج ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تلاشي پر مهال د دوآب په چیک‌پواینټ کې شاوخوا 20 زره ډالرو په ارزښت د زمرد قیمتي ډبرې هغه مهال ونیولې، چې یو تن هڅه کوله یادې ډبرې په غیرقانوني ډول کابل ته انتقال کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شوی شخص له زمردو سره یو ځای د قانوني چارو د تعقیب لپاره اړوند کميټې ته وسپارل شو.

د خنج ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالله مختار وايي: «موږ په خنج ولسوالۍ کې د طبیعي زیرمو او قیمتي کانیزو ډبرو د ساتنې لپاره خپلې هڅې روانې ساتلي او دوام به ورکړو. هغه اشخاص چې غواړي کانیز مواد په غیرې قانوني ډول (قاچاق) کړي؛ورسره قاطع او قانوني چلند کيږي .»