slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کندوز والي محترم دعوت حاجي صاحب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له یو شمېر مهمو نهادونو استازو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه. په دې ناسته کې د یوناما (د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي)، UNHCR (د کډوالو عالي کمېشنري)، IOM (د کډوالۍ نړیوال سازمان)، UNDP (د پراختیا نړیوال برنامه) او UN-Habitat ادارو لوړپوړو استازو ګډون درلود، چې د شمال ختیځ زون سیمه‌ییز مسؤولین یې هم ورسره ملګري وو. دغه راز، د ولایت د کډوالو، کرنې او چاپېریال ساتنې ادارو مسؤولین هم حاضر وو.

د یوناما مرستیال ښاغلي اندریکا رټوټي وویل، دوی د "پایدار" پروژې لپاره ۲۳ میلیونه ډالر بودیجه ترلاسه کړې، چې د کندوز په دوو او د بغلان په یوه ولسوالۍ کې به پلي کېږي. د دې پروژې له مخې به د کندوز په یادو ولسوالیو کې ۱۴۵۰ کورونه د راستنېدونکو کډوالو لپاره جوړ شي، د سولري برېښنا سیستمونه به ورته برابر شي، ۲۵۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي، او د اوبو لګولو سیستمونه به پاک او ترمیم شي.

نوموړي د اسلامي امارت د مسؤلینو له خوا د کډوالو د مدیریت، انتقال او مرستو ویش په برخو کې روان فعالیتونه وستایل، همداراز یې د کندوز ولایتي ادارې له همکارۍ څخه مننه وکړه. هغه د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړول یوه مهمه لاسته‌راوړنه وبلله، او د ښارګوټو د عادلانه توزیع غوښتنه یې وکړه.

په ځواب کې، د کندوز والي محترم دعوت حاجي صاحب د ملګرو ملتونو له استازو مننه وکړه او کندوز ولایت ته یې د هغوی له سفره خوښي څرګنده کړه. والي صاحب وویل، کندوز د هېواد له جګړه‌ځپلو ولایتونو څخه دی او ګڼو خدماتو ته اړتیا لري. نوموړي له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې دې ولایت ته لا زیاتې پروژې او مرستې راجلب کړي، په ځانګړي ډول د کډوالو برخې ته.

ورپسې، د کډوالو چارو رئیس د راستنېدونکو کډوالو د شمېر، بهیر او د ښارګوټو د توزیع پر څرنګوالي معلومات ورکړل. نوموړي ډاډ ورکړ چې د ښارګوټو لپاره معیاري نقشه ترتیب شوې او هڅه کېږي ژر تر ژره د توزیع لړۍ پیل شي. هغه همداراز د سرپناه، روغتیا، ښوونې، څښاک اوبو، سړکونو او نورو بنسټیزو خدمتونو برخه کې د لا همکاریو غوښتنه وکړه.

په پای کې، د یوناما مرستیال ډاډ ورکړ چې دوی هڅه کوي له یادې پروژې پرته، په روغتیا، انرژۍ، څښاک اوبو، سړکونو او نورو برخو کې هم د کندوز ولایت لپاره مهمې پروژې راجلب کړي.