ننګرهار کې ۱۱ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد پولیس راډیو ته ویلي، چې د جلال آباد ښار او د ځینو ولسوالیو په مربوطاتو کې یې یوولس تنه د نشهيي توکو د پېر او پلور په تور نیولي دي. نوموړي زیاته کړې چې له نیول شویو کسانو سره ۱۲کیلو ګرامه چرس، ۴۲۵ دانې ټابلېټ کا،۱۴۶ دانې زیکپ ګولۍ او یوه اندازه شیشه هم نیول شوې دي. حماد وايي چې نیول شوي کسان تر پوښتنو ګروېګنو لاندې دي، چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به رسما ً عدلي او قضايي اورګانونو ته وسپارل شي.