د کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې په فراه کې یې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب کړی.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس انجنیر الحافظ محمد یوسف لطیف وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب او چمتو کړی دی.
ښاغلي انجنیر لطیف وویل، یاد ښارګوټی د فراه ولایت د شیبکوه ولسوالۍ په محدوده کې، په ۵۰۲۸ جریب ځمکه کې جوړېږي، چې د پلان له مخې، په ښارګوټي کې به ۲۲۳۲ استوګنیزې نمرې طرحه شي چې شاوخوا ۲۲ زره او ۳۲۰ کسانو ته به د استوګنې زمینه برابره کړي.
د نوموړي په خبره، د دې پلان ترتیب د وزارت د ښاري پراختیا او منظمو استوګنیزو سیمو د رامنځته کولو په موخه یو مهم ګام بلل کېږي، چې تمه ده، د بېرته راستنو شویو کورنیو د سرپناه اړتیاوې په معیاري ډول پوره کړي.